13 بيا هغه شپږمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو آواز واورېدو چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړ د سرو زرو د قربانګاه د څلورو ښکرونو د مينځ نه راووتو.
په کال کښې يو ځل به هارون د قربانګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربانګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربانګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“
نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے،
ځکه چې مسيح هغه مقدس ځائ ته ورداخل نۀ شو چې په انسانى لاسونو جوړ وو چې د حقيقى عبادتخانې نقل وو، بلکې هغه په خپله په آسمان کښې داخل شو چې د خُدائ پاک په حضور کښې زمونږ دپاره حاضر شى.
بيا ما هغه اووۀ فرښتې وليدلې چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړې وې، او هغوئ ته اووۀ بيګلونه ورکړے شول.
بيا پينځمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو ستورے وليدو چې د آسمان نه زمکې ته راپرېوتے وو او هغه ستورى ته د عالمِ ارواح چابيانې ورکړے شوې وې.