Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 9:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 د هغوئ په لکو کښې د لړمانو په شان لشې وې او د هغوئ ټک ورکولو به انسانان تر پينځو مياشتو پورې عذابول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 9:10
7 Iomraidhean Croise  

هغوئ ته ووايه چې زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اېښى دى، زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى.“


هم هغه شان چې څنګه هغه زلمو مشوره ورکړې وه. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه کېښودل او زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى.“


خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.


او يا چې ماشوم ترې هګۍ وغواړى نو ولې تاسو به ورله لړم ورکړئ څۀ؟


د آسونو طاقت د هغوئ په خولو او لکو کښې وو. نو د هغوئ د لکو لکه د مارانو په شان سرونه وُو او د انسانانو د زخمى کولو طاقت ورسره وو.


بيا د لوګى نه په زمکه مُلخان راغلل او هغوئ د زمکې د لړمانو په شان د چيچلو اختيار ورکړے شو.


هغوئ ته اجازت ورکړے شوے وو چې د پينځو مياشتو پورې هغوئ ته عذاب ورکړئ، خو دا نه چې هغوئ مړۀ کړئ او د هغوئ عذاب لکه د لړم د ټک په شان وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan