4 او د فرښتې د لاس نه د خوشبويۍ د سوزولو لوګے د مقدسينو د دُعا سره پاس خُدائ پاک ته ورسېدو.
زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.
د خوشبويۍ سوزولو دپاره، د کيکر د لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه.
دا د خوشبويۍ د سيزولو وخت وو او بهر ټوله جمع په عبادت کښې مشغوله وه،
نو کورنيليوس په يرې سره هغې ته کتل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”صاحبه، څۀ چل دے؟“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”ستا دُعاګانې او غريبانانو ته خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى.
او د خُدائ پاک کور د خُدائ د جلال او قُدرت د لوګى نه ډک شو او تر هغې هيڅوک ورننوتے نۀ شو ترڅو چې د اووۀ فرښتو اووۀ افتونه پوره شوى نۀ وُو.
بيا يوه بله فرښته د سرو زرو مجمر په لاس راغله او د قربانګاه سره ودرېده او هغې ته ډېره زياته خوشبوئى ورکړے شوه چې د تخت د وړاندې د سرو زرو په قربانګاه يې د ټولو مقدسينو د دُعا سره پېش کړى.