Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 8:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو بيا درېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو يو لوئ ستورے له آسمان نه راوغورزېدو چې د مشعل په شان بلېدو او دا د سيندونو او چينو په درېمه حِصه ورپرېوتو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 8:10
21 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ او د هغۀ آفسرانو دا فېصله وکړه چې د ښار نه بهر د اوبو لاره بنده کړى دا د دې دپاره چې کله اسوريان يروشلم ته نزدې شى نو هغوئ ته به اوبۀ نۀ ملاويږى. آفسرانو ډېر خلق روان کړل او ټولې چينې يې بندې کړې، نو داسې د چينو نه نورې اوبۀ نۀ بهېدلې.


په خوشحالۍ سره به تاسو د خلاصون د چشمې نه اوبۀ راوباسئ.


اے ځلېدونکى ستوريه، اے د سحر زويه. اوس د آسمان نه راپرېوتے يې. په تېره زمانه کښې تا قومونه فتح کول، خو اوس تۀ په خاوره کښې غورزولے شوے يې.


په ټول مُلک کښې،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”په درېو کښې به دوه مړۀ او تباه شى، درېو کښې به يو پاتې شى.


دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“


”په هغه وخت به د آسمان بادشاهى د لسو پېغلو په شان وى چا چې مشعلونه واخستل چې د وادۀ د زلمى استقبال له وروځى.


هغۀ جواب ورکړو، ”ما دا وليدل چې شېطان لکه د برېښنا په شان د آسمان نه راکوز شو.


هغوئ د سمندر د طوفانى چپو په شان دى، خپل شرمناک عملونه لکه د ګنده ځګونو په شان راوچتوى، او لکه د هغه سرګردانه ستورو په شان دى چې د تل دپاره تورو تيارو ته لېږلے شوى دى او رڼا يې ختمه شوې ده.


تا چې زما په ښى لاس کښې اووۀ ستورى ليدلى دى او هغه اووۀ د سرو زرو ډيوټونه، د هغې راز دا دے چې اووۀ ستورى د اوو جماعتونو فرښتې دى او دا اووۀ ډيوټونه اووۀ جماعتونه دى.“


هغې په خپله لکۍ درېمه حِصه ستورى د آسمان نه راښکل او په زمکه يې راغورزول. اژدها د هغې ښځې په وړاندې ودرېدله چې د ماشوم د پېدا کېدو په دردونو آخته وه د دې دپاره چې هر کله چې د هغې ښځې بچے وشى چې لواړ يې تېر کړى.


هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“


او درېمې فرښتې خپل جام په دريابونو او په چينو کښې توئ کړو او وينې شول.


او ستورى د آسمان نه په زمکه داسې راپرېوتل لکه چې د اينځر نه د سيلۍ طوفان په وجه کچه مېوه راپرېوځى.


وړومبۍ فرښتې خپل بيګل وغږولو نو اور او ږلۍ د وينې سره په زمکه راوورېدل او د زمکې درېمه حِصه وسوزېدله او د ونو درېمه حِصه وسوزېدله او ټول شنۀ واښۀ وسوزېدل.


بيا پينځمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو ستورے وليدو چې د آسمان نه زمکې ته راپرېوتے وو او هغه ستورى ته د عالمِ ارواح چابيانې ورکړے شوې وې.


نو هغه څلور فرښتې آزادې کړے شوې څوک چې د درېمې برخې بنى آدمو د وژلو دپاره د دې کال، د دې مياشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره مقرر شوې وې.


په دې درې افتونو د دُنيا دريمه حِصه خلق مړۀ شول يعنې په اور، لوګى او ګوګړو کوم چې د هغوئ د خولې نه راوتل.


نو د يهوداه درې زره سړى د ايتام د غرۀ هغه غار ته لاړل او سمسون ته يې ووئيل، ”تا ته پته نشته څۀ چې فلستيان په مونږ باندې حکومت کوى؟ تا مونږ سره څۀ کړى دى؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې زما سره کړى وُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan