1 کله چې ګډُورى اوؤم مُهر کولاو کړو نو تقريباً تر نيمې ګينټې پورې په آسمان کښې خاموشى وه.
هغه روح ولاړ وو، خو ما ته پته نشته چې دا څۀ وُو. زما د سترګو په وړاندې يو شکل وو، هر څۀ خاموش وُو، بيا ما يو آواز واورېدو،
د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.
زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.
خو مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، پرېږده چې ټوله زمکه د هغۀ په حضور کښې خاموشه شى.“
اے ټولو انسانانو د مالِک خُدائ په وړاندې خاموش ودرېږئ، ځکه چې هغه په خپله د خپل مقدس ځائ نه راوچت شوے دے.“
نو هغوئ لاړل، او د قبر د خولې په کاڼى يې مهرونه ولګول او د څوکيدارۍ دپاره يې پرې سپاهيان مقرر کړل.
هغه څوک چې په تخت ناست وو ما د هغۀ په ښى لاس کښې يو طومار وليدو چې دننه او بهر دواړو طرفو ته پرې ليکل وُو او اووۀ مهرونه پرې لګېدلى وُو.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.
بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“
بيا ما وکتل چې ګډُورى شپږم مهر مات کړو او يوه سخته زلزله راغله او نمر د تبخى په شان تور شو او سپوږمۍ مکمله لکه د وينو تکه سره شوه.
کله چې ګډورى دوېم مهر مات کړو نو ما واورېدل چې دوېم جاندار وائى چې، ”راشه.“
کله چې ګډُورى درېم مهر مات کړو نو ما د درېم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ نو ما وليدو چې يو تور آس راغلو او د هغۀ د سوارۀ په لاس کښې يوه تله وه.
کله چې ګډُورى څلورم مهر مات کړو نو ما د څلورم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“
هر کله چې ګډُورى پينځم مهر مات کړو نو ما د قربانګاه د لاندې د هغه ايماندارانو روحونه وکتل چې د خُدائ پاک د کلام او د خپلې ګواهۍ په وجه قتل کړے شوى وُو.