8 دولس زره د زبولون د قبيلې نه، دولس زره د يوسف د قبيلې نه، او دولس زره د بنيامين د قبيلې وُو.
نو هغې د هغۀ نوم يوسف کېښودو او ووئيل، ”مالِک خُدائ دې ما له يو بل زوئ هم راکړى.“
د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“
دولس زره د شمعون د قبيلې نه، دولس زره د ليوى د قبيلې نه، دولس زره د يساکار د قبيلې نه،
او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بېشمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.
د اِفرائيم او منسى قبيلې لاړې چې په بيتايل ښار باندې حمله وکړى په هغه وخت کښې د دې لوز نوم وو. مالِک خُدائ د هغوئ مدد وکړو. هغوئ هغه ښار ته جاسوسان ولېږل،