Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 7:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 بيا مشرانو کښې يو ما ته مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”دا خلق چې سپينې جامې يې اغوستې دى، څوک دى او د کومې راغلى دى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 7:13
11 Iomraidhean Croise  

او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“


نو بيا زۀ هغه ولاړو کسانو ته چې هلته تخت سره نزدې وُو يو له ورغلم او تپوس مې ترې نه وکړو چې د دې هر څۀ مطلب څۀ دے. نو هغۀ ما ته د دې تعبير څۀ داسې وکړو،


بيا عيسىٰ چې کله د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو نو چغه يې کړه، ”تاسو ما پېژنئ او تاسو ته پته ده چې زۀ د کوم ځائ يم. خو زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے. خو چا چې زۀ رالېږلے يم هغه رښتونے دے، او تاسو هغه نۀ پېژنئ.


چې کله پطروس دا وليدل نو هغوئ ته يې ووئيل چې، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو په دې ولې حېران شوئ او تاسو ولې مونږ ته ګورئ چې ګنې دا سړے مونږ په خپل طاقت يا په خپلې ديندارۍ د ګرځېدو کړو؟


خو بيا هم په سرديس کښې تاسو سره ځينې داسې کسان شته چې هغوئ خپلې جامې پليتې کړې نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښې ګرځى ځکه چې هغوئ د دې لائق دى.


نو هغه څليريشت مشران هغۀ ته په سجده پرېوځى او عبادت يې کوى څوک چې په تخت ناست دے، او چې تل تر تله ژوندے دے، نو هغوئ خپل تاجونه د تخت په وړاندې هغۀ ته ږدى او وائى چې،


او د تخت نه ګېرچاپېره څليريشت نور تختونه وُو او په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چې سپينې جامې يې اغوستې وې او د سرو زرو تاجونه يې په سر وُو.


بيا چې ما وکتل نو د بې‌شمېره فرښتو آوازونه مې واورېدل چې هغه د تخت او د جاندارو او د مشرانو نه چاپېره وې او د هغوئ شمېر په زرګونو او لکونو کښې وو،


بيا په مشرانو کښې يو راته ووئيل چې، ”ژاړه مه ځکه چې د يهوداه د قبيلې ازمرے چې د داؤد د نسل نه دے، هغه کاميابى حاصله کړې ده نو طومار به پرانيزى او اووۀ مهرونه به يې مات کړى.“


او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.


بيا هغه ښځه لاړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک يو سړے ما له راغلو، هغه د خُدائ پاک د فرښتې په شان هيبتناک ښکارېدو. ما د هغۀ نه تپوس ونۀ وکړو چې د کوم ځائ نه راغلے يې، نو هغۀ ما ته خپل نوم هم ونۀ ښودلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan