Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د دې نه پس ما څلور فرښتې د دُنيا په څلورو ګوټونو ولاړې وليدلې چې د دُنيا څلور واړه هواګانې يې قابو کړې وې نو چې په زمکه سمندر يا په يوه ونه هم هوا ونۀ لګى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 7:1
23 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به د نښې دپاره يوه جنډا راواخلى چې قومونو ته وښائى چې هغه يو ځل بيا د اِسرائيل او د يهوداه خوارۀ وارۀ خلق راغونډوى او د دُنيا د څلورو واړو سرونو نه يې واپس راولى.


”زۀ مالِک خُدائ پخپله د دې خيال ساتم او پابندۍ سره اوبۀ ورکوم. او شپه او ورځ د دې څوکيدارى کوم چې څوک نقصان ور ونۀ رسوى.


نه، بلکې مالِک خُدائ د هغوئ مخالفت وکړو او جلاوطن يې کړل. هغوئ يې د نمرخاتۀ په طرف د يوې زورَورې هوا سره وشړل.


زۀ به د آسمانونو د څلورو خوا نه په هغوئ باندې څلور بادونه راولم او هغوئ به ورته تس نس کړم، او داسې يو قوم او مُلک به نۀ وى چې د عيلام خلق ورته په جلاوطنۍ لاړ نۀ شى.


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”ساه ته پېشګوئې وکړه، پېشګوئې وکړه، اے بنى آدمه، او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى، اے ساه، د څلورو طرفونو هواګانو نه راشه، او په دې قتل شوو کښې ننوځه چې هغوئ راژوندى شى.“


”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ بنى اِسرائيلو ته داسې فرمائى، تباهى دې په سر راغلى ده، ستا په مُلک کښې به هر طرف ته تباهى وى.


خو د هغۀ د ښکاره کېدو نه وروستو به د هغۀ بادشاهى ټوکړې ټوکړې شى، او دا به په څلورو حِصو تقسيم شى. دا به د دۀ اولاد ته پاتې نۀ شى، او نۀ به بيا هغه داسې طاقتوره وى لکه څنګه چې اول وه، ځکه د دۀ بادشاهى به د بېخ نه ختمه شى او نورو ته به حواله کړے شى.


دانيال وفرمائيل چې، ”په هغه شپه ما په رويا کښې وليدل چې هلته زما په وړاندې د آسمان هواګانې د څلورو خواو نه د سمندر په مخ په تېزه لګېدلې.


چېلے ډېر زورَور شو، خو د خپل طاقت آخرى حد ته په رسېدلو باندې د هغۀ لوئ ښکر مات شو، او د دې په ځائ څلور اوچت ښکرونه راوختل چې مخ يې د زمکې څلورو خواو ته وو.


خو مالِک خُدائ په سمندر يو لوئ طوفان راوستو، او طوفان دومره تېز وو چې د جهاز د ماتېدو خطره وه.


ما بيا بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور جنګى ګاډۍ د پيتلو د دوو غرونو د مينځ نه راروانې وې.


فرښتې راله جواب راکړو، ”دا د آسمان څلور روحونه دى، دا د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د حضور نه بهر راوتل.


او هغه به خپلې فرښتې د بيګل په لوئ آواز سره راولېږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.


او هغه به فرښتې ولېږى او د آسمان د څلورو طرفونو نه او د دُنيا د آخرى حدونو نه به خپل غوره کړى خلق راټول کړى.


او هغه به راشى او په څلور ګوټه دُنيا کښې به قومونه دوکه کړى، يعنې جوج او ماجوج، او جنګ ته به يې راجمع کړى چې د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره دى.


او ما د څلورو جاندارو د مينځه يو آواز واورېدو چې وئيل يې چې، ”د ورځې د مزدورۍ نرخ به د غنمو يوه روټۍ او يا به د اوربشو درې روټۍ وى، خو د زيتُونو تېلو او ميو ته نقصان مۀ رسوئ.“


”تر هغې سمندر، زمکې او ونو ته نقصان مۀ رسوئ ترڅو چې مونږ د خُدائ پاک مُهر د هغۀ د خادِمانو په تندو نۀ وى لګولے.“


وړومبۍ فرښتې خپل بيګل وغږولو نو اور او ږلۍ د وينې سره په زمکه راوورېدل او د زمکې درېمه حِصه وسوزېدله او د ونو درېمه حِصه وسوزېدله او ټول شنۀ واښۀ وسوزېدل.


هغۀ شپږمې فرښتې ته ووئيل چا سره چې بيګل وو چې، ”د لوئ فرات د سيند په غاړه تړلې څلور فرښتې آزادې کړه.“


هغوئ ته دا حُکم ورکړے شوے وو چې واښو، ونو، او بوټو ته هيڅ نقصان ونۀ رسوئ خو بس هغه کسانو ته ټک ورکړئ د چا په تندى چې د خُدائ پاک مهر نۀ وى لګېدلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan