مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.
تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.
چې هغوئ به د سختو بيمارو نه مړۀ شى. او په هغوئ به هيڅ څوک ژړا ونۀ کړى او نۀ به يې ښخ کړى، او د هغوئ لاشونه به په زمکه لکه د سوټو په شان خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. او هغوئ به په جنګ او قحط مړۀ شى، او د هغوئ لاشونه به د ټپوسانو، او د ځنګلى ځناورو خوراک شى.
زۀ به تا او ستا د نِهرونو هغه ټول کبان په صحرا کښې پرېږدم. تۀ به په اوچه زمکه پروت يې او تۀ به نۀ راغونډ او نۀ اوچت کړے شې. زۀ به تا د زمکې د ځناورو او د هوا د مارغانو خوراک کړم.
ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.
او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. ځکه چې کومې معجزې چې په تا کښې ښکاره کړے شوې، کۀ په سدوم کښې شوې وے نو سدوم به تر ننه آباد وو.