6 او ما د څلورو جاندارو د مينځه يو آواز واورېدو چې وئيل يې چې، ”د ورځې د مزدورۍ نرخ به د غنمو يوه روټۍ او يا به د اوربشو درې روټۍ وى، خو د زيتُونو تېلو او ميو ته نقصان مۀ رسوئ.“
ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.
قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى.
او د تخت د وړاندې يې د شيشې سمندر وو چې د بلور په شان ښکارېدو. او د تخت نه چاپېره څلور جاندار وُو چې وړاندې وروستو يې سترګې وې.
دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“
”تر هغې سمندر، زمکې او ونو ته نقصان مۀ رسوئ ترڅو چې مونږ د خُدائ پاک مُهر د هغۀ د خادِمانو په تندو نۀ وى لګولے.“
هغوئ ته دا حُکم ورکړے شوے وو چې واښو، ونو، او بوټو ته هيڅ نقصان ونۀ رسوئ خو بس هغه کسانو ته ټک ورکړئ د چا په تندى چې د خُدائ پاک مهر نۀ وى لګېدلے.