Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 6:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 کله چې ګډُورى درېم مهر مات کړو نو ما د درېم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ نو ما وليدو چې يو تور آس راغلو او د هغۀ د سوارۀ په لاس کښې يوه تله وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 6:5
11 Iomraidhean Croise  

زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.


تا ته په ورځ کښې صرف د يو پاؤ روټۍ خوړلو او د دوو ګلاسو اوبو څښلو اجازت شته. دا څيزونه په احتياط په ناپ او په مقرر وخت سره خوړلے او څښلے شې.


نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ به په يروشلم روټۍ بنده کړم. هغوئ چې کومه روټۍ خورى نو په ناپ تول او پرېشانۍ سره به يې خورى او کومې اوبۀ چې څښى نو د شمېر په څاڅکو به يې څښى.


زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ.


وړومبۍ ګاډۍ کښې سرۀ آسونه، دوېمه کښې تور آسونه وُو،


هغه ګاډۍ چې تور آسونه يې دى د شمال مُلک طرف ته، د سپينو آسونو والا د مغرب طرف ته، او د برَګو آسونو والا د جنوب طرف ته روانه ده.“


قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى.


بيا په مشرانو کښې يو راته ووئيل چې، ”ژاړه مه ځکه چې د يهوداه د قبيلې ازمرے چې د داؤد د نسل نه دے، هغه کاميابى حاصله کړې ده نو طومار به پرانيزى او اووۀ مهرونه به يې مات کړى.“


او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.


بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan