Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 6:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو ما وکتل چې هلته يو سپين آس ولاړ وو او د سوارۀ سره يې لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو او هغه د فاتح په حيث په آس سور لاړو چې فتح بيا مومى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 6:2
22 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى، نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.


صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟


سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.


مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بې‌عزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.


په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو.


بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.


ځکه چې هغه به تر هغې ضرور بادشاهى کوى ترڅو چې خپل ټول دشمنان د خپلو پښو لاندې کړى.


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


قومونه د قهر نه ډک شوى دى خو اوس ستا د قهر وخت راغلے دے، دا د مړو د عدالت کولو وخت دے. ستا د خادِمانو نبيانو د اجر وخت او ستا د مقدسينو او د هغه ټولو خلقو د لويو نه واخله تر وړو پورې د اجر ورکولو وخت راغلے دے، څوک چې ستا د نوم نه يرېدل. او دا اوس د هغوئ د تباه کېدلو وخت دے چا چې په زمکه کښې تباهى راوستله.“


بيا ما وکتل نو يوه سپينه وريځ راښکاره شوه او په هغې چې څوک ناست وو هغه د اِبن آدم په شان وو. د هغۀ په سر د سرو زرو تاج وو او په لاس کښې يې تېرۀ لور وو.


او ما وليدل چې د شيشې د سمندر په شان راښکاره شو چې اور په کښې ګډ شوے وو، او د شيشې د سمندر سره هغه خلق ولاړ وُو چې په بلا او د هغې د بُت او د هغې د نوم په شمېر فتح موندلې وه. د هغوئ په لاسونو کښې د خُدائ پاک ورکړى ستارونه وُو.


هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“


او آسمانى لښکرې په سپينو آسونو سورې ورپسې وې چې د سپين او صفا نرم کتان جامې يې اغوستې وې.


هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.


دا مُلخان لکه د جنګى آسونو په شان وُو او د هغوئ په سرونو تاجُونه لکه د سرو زرو په شان وُو او د هغوئ مخونه د انسان په شان وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan