Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 5:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 5:8
27 Iomraidhean Croise  

زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.


او د بيګل د آواز سره د هغۀ ثناء خوان شئ، د رباب او بينجو د ساز سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.


د بينجو د ساز سره د مالِک خُدائ ثناء خوان شئ، د رباب په لسو تارو ساز کښې د هغۀ ثناء خوان شئ.


زۀ به د خُدائ پاک قربان‌ګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.


سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ، د رباب او سريندې سازونه وغږوئ.


بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.


نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے.


او بيا چې خُدائ پاک خپل اول پېدا شوے، دُنيا ته راولى نو هغه فرمائى چې، ”د خُدائ پاک ټولې فرښتې دې هغۀ ته سجده وکړى.“


او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.


او ما وليدل چې د شيشې د سمندر په شان راښکاره شو چې اور په کښې ګډ شوے وو، او د شيشې د سمندر سره هغه خلق ولاړ وُو چې په بلا او د هغې د بُت او د هغې د نوم په شمېر فتح موندلې وه. د هغوئ په لاسونو کښې د خُدائ پاک ورکړى ستارونه وُو.


بيا په څلورو جاندارو کښې يو هغه اووۀ فرښتو ته د سرو زرو اووۀ جامونه ورکړل چې د خُدائ پاک د قهر نه ډک وُو، د هغه خُدائ پاک چې تل تر تله ژوندے وى.


او هغه څليريشت مشران او څلور جاندار خُدائ پاک ته په سجده شول څوک چې په تخت ناست دے او هغوئ هم چغې کړې چې، ”آمين، ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ.“


نو هغه څليريشت مشران هغۀ ته په سجده پرېوځى او عبادت يې کوى څوک چې په تخت ناست دے، او چې تل تر تله ژوندے دے، نو هغوئ خپل تاجونه د تخت په وړاندې هغۀ ته ږدى او وائى چې،


او د تخت نه ګېرچاپېره څليريشت نور تختونه وُو او په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چې سپينې جامې يې اغوستې وې او د سرو زرو تاجونه يې په سر وُو.


او د تخت د وړاندې يې د شيشې سمندر وو چې د بلور په شان ښکارېدو. او د تخت نه چاپېره څلور جاندار وُو چې وړاندې وروستو يې سترګې وې.


دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“


بيا چې ما وکتل نو د بې‌شمېره فرښتو آوازونه مې واورېدل چې هغه د تخت او د جاندارو او د مشرانو نه چاپېره وې او د هغوئ شمېر په زرګونو او لکونو کښې وو،


او هغوئ په زوره سندرې وئيلې چې، ”هغه ګډُورے چې حلال کړے شو، د دې لائق دے چې ټول قُدرت، دولت، حِکمت، لوئى، عزت، جلال او برکت حاصل کړى.“


او څلور واړو جاندارو پرې، ”آمين“ ووې او مشران د عبادت دپاره په سجده پرېوتل.


بيا ما د تخت په مينځ کښې او د څلورو جاندارو او د مشرانو په مينځ کښې يو لکه د حلال شوى ګډورى وليدو چې اووۀ ښکرونه او اووۀ سترګې يې وې چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى چې ټولې دُنيا ته لېږلے شوى دى.


بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan