4 نو ما ډېر وژړل ځکه چې هيڅوک هم د دې لائق نۀ وو چې دا طومار يې پرانستلے شو يا چې يې ورته کتلے شو.
د دې نه وروستو بيا ما نظر واچولو نو په آسمان کښې مې يو ور کولاو وليدو. نو چې اول کوم آواز ما واورېدو نو لکه د بيګل په شان يې ما ته خبرې کولې، ”دلته پاس راشه چې زۀ به تا ته هغه وښايم څۀ چې به د دې نه پس خامخا کيږى.“
خو هيڅوک هم نۀ وو، نۀ په آسمان کښې، نۀ په زمکه او نۀ د زمکې د لاندې وو چې طومار يې کولاو کړے وے او يا يې دننه کتلے وے.
بيا په مشرانو کښې يو راته ووئيل چې، ”ژاړه مه ځکه چې د يهوداه د قبيلې ازمرے چې د داؤد د نسل نه دے، هغه کاميابى حاصله کړې ده نو طومار به پرانيزى او اووۀ مهرونه به يې مات کړى.“