3 خو هيڅوک هم نۀ وو، نۀ په آسمان کښې، نۀ په زمکه او نۀ د زمکې د لاندې وو چې طومار يې کولاو کړے وے او يا يې دننه کتلے وے.
خو ما په معبودانو کښې داسې يو هم ونۀ ليدلو چې ما له مشوره راکړى، او په دوئ کښې يو هم نشته چې زما د سوال جواب راکړى.
”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟
نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى،
او بيا ما واورېدل چې ټول مخلوقات چې په آسمان کښې، په زمکه باندې، د زمکې د لاندې يا په سمندر کښې دى، هغوئ ټولو ثناء صِفت کولو چې، ”د هغه چا څوک چې په تخت ناست دے او ګډُورى ته برکت، عزت، شان او قُدرت دې تل تر تله وى.“
نو ما ډېر وژړل ځکه چې هيڅوک هم د دې لائق نۀ وو چې دا طومار يې پرانستلے شو يا چې يې ورته کتلے شو.