12 او هغوئ په زوره سندرې وئيلې چې، ”هغه ګډُورے چې حلال کړے شو، د دې لائق دے چې ټول قُدرت، دولت، حِکمت، لوئى، عزت، جلال او برکت حاصل کړى.“
اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.
بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.
ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى.
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.
اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.
هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.
د دې نه پس ما په آسمان کښې د ګڼو خلقو اوچت آوازونه واورېدل، هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى مالِک خُدائ ته، خلاصون، لوئى او طاقت زمونږ د خُدائ پاک دے.
”اے زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، تۀ د لوئى، عزت او قُدرت لائق يې ځکه چې تا هر څۀ پېدا کړى دى او دا ستا په مرضۍ پېدا شوى دى او په وجود کښې راغلى دى.“
او بيا ما واورېدل چې ټول مخلوقات چې په آسمان کښې، په زمکه باندې، د زمکې د لاندې يا په سمندر کښې دى، هغوئ ټولو ثناء صِفت کولو چې، ”د هغه چا څوک چې په تخت ناست دے او ګډُورى ته برکت، عزت، شان او قُدرت دې تل تر تله وى.“
بيا ما د تخت په مينځ کښې او د څلورو جاندارو او د مشرانو په مينځ کښې يو لکه د حلال شوى ګډورى وليدو چې اووۀ ښکرونه او اووۀ سترګې يې وې چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى چې ټولې دُنيا ته لېږلے شوى دى.
کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.
بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“
هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“