Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 5:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 هغه څوک چې په تخت ناست وو ما د هغۀ په ښى لاس کښې يو طومار وليدو چې دننه او بهر دواړو طرفو ته پرې ليکل وُو او اووۀ مهرونه پرې لګېدلى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 5:1
16 Iomraidhean Croise  

د هرې پېغمبرۍ د وحى مطلب به ستاسو نه پټ وى، دا به د يو بند کِتاب په شان وى. کۀ تاسو دا يو داسې کس له يوسئ چې هغه يې لوستلے شى او هغۀ ته ووايئ چې دا ولولى، نو هغه به وائى چې زۀ دا نۀ شم لوستلے ځکه چې دا پوخ بند دے.


د مالِک خُدائ کِتاب وګورئ او په هغې کښې لټون وکړئ چې څۀ فرمائى. په دې کِتاب کښې د دې ټول مخلوق نومونه موجود وى او يو به هم په کښې بې‌جوړې نۀ وى. مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې هم دغه شان دې وشى، د هغۀ روح به يې پخپله په يو ځائ باندې راغونډ کړى.


د څۀ تعليم چې ما ورکړو، نو هغه دې په طومار کښې درج کړے شى او زما شاګردانو له دې ورکړے شى.


د ماښامونو او سحرونو د قربانيانو کومه رويا چې تا ته ښودلے شوې ده هغه حقيقى ده، خو دا رويا پټه وساته، ځکه چې دا د ډېر لرې مستقبل په حقله ده.“


ما بيا وکتل، هلته په هوا کښې زما په وړاندې يو کولاو شوے طومار وو.


او د هغې په لاس کښې يو ورکوټے پرانستلے شوے طومار وو. هغې ښۍ پښه په سمندر کښې کېښوده او ګسه پښه يې په زمکه اېښې وه.


او هغه څوک چې هلته ناست وو د جاسپر او يمنى عقيق په شان پړقېدو، او د تخت نه چاپېره د بوډۍ ټال وو چې د زمرودو په شان پړقېدو.


او هرکله چې دا جاندار د هغه چا چې په تخت ناست دے او تل تر تله ژوندے دے، د هغۀ لوئى، عزت او شُکر ګزارى وکړى،


او بيا ما واورېدل چې ټول مخلوقات چې په آسمان کښې، په زمکه باندې، د زمکې د لاندې يا په سمندر کښې دى، هغوئ ټولو ثناء صِفت کولو چې، ”د هغه چا څوک چې په تخت ناست دے او ګډُورى ته برکت، عزت، شان او قُدرت دې تل تر تله وى.“


او هغه ورغلو او څوک چې په تخت ناست وو د هغۀ د ښى لاس نه يې هغه طومار واخستو.


بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“


او هغوئ غرونو او ګټانو ته چغې وهلې چې، ”په مونږ راپرېوځئ او مونږ د هغۀ د سترګو نه چې د تخت دپاسه ناست دے او د ګډُورى د قهر و غضب نه پټ کړئ.


کله چې ګډُورى اوؤم مُهر کولاو کړو نو تقريباً تر نيمې ګينټې پورې په آسمان کښې خاموشى وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan