9 او هرکله چې دا جاندار د هغه چا چې په تخت ناست دے او تل تر تله ژوندے دے، د هغۀ لوئى، عزت او شُکر ګزارى وکړى،
خُدائ په خپل مقدس تخت باندې ناست دے، او په ټولو قومونو بادشاهى کوى.
ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے، هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.
مالِک خُدائ به تل تر تله بادشاهى کوى.“
په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو.
د کتان د جامو والا سړى څوک چې د اوبو دپاسه وو هغۀ خپل دواړه لاسونه آسمان ته اوچت کړل او ما واورېدل چې هغۀ د ژوندى خُدائ پاک په نوم قسم وخوړو او وې فرمائيل، ”دا به د درې نيمو کالو پورې وى. کله چې په مقدسو خلقو ظلم ختم شى نو بيا به دا هر څۀ سر ته ورسيږى.“
د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.
څنګه چې په حقيقت سره زۀ ژوندے خُدائ پاک يم، زۀ خپل لاس اوچتوم او په خپل ذات قسم خورم
نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.
او هغه اِمامان څوک چې لسمه حِصه راټولوى انسانان دى څوک چې مړ کېدونکى دى، خو مَلِکصِدق د هغوئ نه لوئ دے، ځکه چې مونږ ته وئيلے شوى دى چې هغه ژوندے دے.
او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.
او قسم يې په هغه چا وخوړلو څوک چې تل تر تله ژوندے دے چا چې په آسمان، زمکه، سمندر او هر څۀ چې په دوئ کښې دى پېدا کړى دى. هغۀ ووئيل چې، ”نور انتظار کول به نۀ وى.
بيا په څلورو جاندارو کښې يو هغه اووۀ فرښتو ته د سرو زرو اووۀ جامونه ورکړل چې د خُدائ پاک د قهر نه ډک وُو، د هغه خُدائ پاک چې تل تر تله ژوندے وى.
او هغه څوک چې په تخت ناست وو هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، زۀ ټول څيزونه نوى کوم.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما دا کلام وليکه ځکه چې زما خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى.“
سمدستى د روحُ القُدس په وسيله ما يوه رويا وليدله چې په آسمان کښې يو تخت وو او په تخت يو کس ناست وو.
دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“
هغه څوک چې په تخت ناست وو ما د هغۀ په ښى لاس کښې يو طومار وليدو چې دننه او بهر دواړو طرفو ته پرې ليکل وُو او اووۀ مهرونه پرې لګېدلى وُو.
او هغوئ غرونو او ګټانو ته چغې وهلې چې، ”په مونږ راپرېوځئ او مونږ د هغۀ د سترګو نه چې د تخت دپاسه ناست دے او د ګډُورى د قهر و غضب نه پټ کړئ.
په دې وجه خو دوئ د خُدائ پاک د تخت د وړاندې ولاړ دى او د خُدائ پاک په کور کښې شپه او ورځ د هغۀ په عبادت کښې لګيا دى، او هغه چې په تخت ناست دے، هغه به دوئ له پناه ورکړى.