Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 4:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او هغه څوک چې هلته ناست وو د جاسپر او يمنى عقيق په شان پړقېدو، او د تخت نه چاپېره د بوډۍ ټال وو چې د زمرودو په شان پړقېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 4:3
13 Iomraidhean Croise  

او هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې وليدلو. د هغۀ د پښو لاندې لکه د آسمان په شان د نيلم کاڼى شين فرش وو.


په دوېم قطار کښې يو زمرد، يو نيلم او يوه هيره ولګوه،


په دوېم قطار کښې، يو زمرد، يو نيلم او يوه هيره،


په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو.


د هغوئ د سرونو دپاسه په ګنبد باندې د نيلم کاڼى د تخت په شان يو څيز ښکارېدو، او د هغه تخت دپاسه د انسان په شان يو شکل او صورت ښکارېدو.


لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.


کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو.


تۀ په باغِ عدن کښې، د مالِک خُدائ په باغ کښې وې، هر قسم قيمتى کاڼو لکه ياقوت، طوپاز، هيره، ايکوامرين، اونيکس کاڼى، جاسپر، نيلم، زمرد او لعلونو تۀ ښائسته کړے وې. تۀ د سرو زرو کار ښکلے کړے وې. په کومه ورځ چې ستا تخليق وشو دا ستا دپاره تيار کړے شوى وُو.


بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليده چې په وريځ کښې پټه وه او چې د بوډۍ ټال يې په سر وو، مخ يې د نمر په شان ځلېدو او پښې يې د اور د ستنو په شان وې.


هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan