Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 3:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ ته به دغسې سپينې جامې وراغوستلے شى او د هغوئ نوم به زۀ هيڅکله هم د ژوندون د کِتاب نه ونۀ باسم او زۀ به د خپل پلار او د هغۀ د فرښتو د وړاندې دا اعلان وکړم چې هغوئ زما خپل دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 3:5
23 Iomraidhean Croise  

په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.


د هغوئ نومونه دې د ژوندون د کِتاب نه لرې شى، د صادقانو په شمېر کښې دې حساب نۀ شى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم، لکه څنګه چې يو کس د خپل هغه زوئ سره همدردى کوى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى.


هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم.


خو په دې مۀ خوشحالېږئ چې پيريان ستاسو تابعدارى کوى بلکې په دې خوشحاله شئ چې ستاسو نومونه په آسمان کښې وليکلے شول.“


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر هغه څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى نو اِبن آدم به هم د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړى.


تۀ د هغوئ دپاره ما ته مِنت ونۀ کړې. زۀ هغوئ تباه کوم او هيڅ څوک به يې بيا نوم وانۀ خلى. نو زۀ به تا د داسې قوم پلار جوړ کړم چې د دوئ نه به لوئ او طاقتور وى.


او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.


اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،


او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.


کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى.


او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى، چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو دوېم مرګ به ورته هيڅ نقصان ونۀ رسوى.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.


بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو.


خو د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې درج نۀ وُو هغوئ د اور په درياب کښې وغورزولے شول.


خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.


او کۀ څوک د پېشګويو د دې کِتاب نه څۀ خبرې اخوا کړى نو خُدائ پاک به د هغۀ د ژوندون د ونې نه او د مقدس ښار نه د هغۀ حِصه ختمه کړى کومه چې په دې کِتاب کښې بيان شوې ده.


هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ به زما د خُدائ د کور ستن شى، او هغوئ به هر وخت په هغې کښې اوسيږى. زۀ به په هغوئ د خپل خُدائ نوم وليکم او هغوئ به زما د خُدائ پاک د ښار اوسېدونکى شى يعنې د نوې يروشلم کوم چې د آسمان نه ښکته راځى او زۀ به پرې خپل نوے نوم وليکم.


خو بيا هم په سرديس کښې تاسو سره ځينې داسې کسان شته چې هغوئ خپلې جامې پليتې کړې نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښې ګرځى ځکه چې هغوئ د دې لائق دى.


بيا هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه او ورته يې ووئيل چې، ”تر هغې لږ صبر وکړئ چې په خِدمت کښې ستاسو ټول ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“


هغوئ يو بل ته ووئيل، ”هغۀ ته ګورئ. هغۀ ته غوږ ونيسئ چې هغه وائى چې زما سره جنګ وکړئ. ساؤل بادشاه دا وعده کړې ده چې څوک دے ووژنى نو هغۀ له به يو لوئ اِنعام ورکړى، بادشاه به هغه کس له خپله لور هم ورکوى او د هغۀ خاندان به د محصُول ورکولو نه آزاده وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan