16 نو چونکې نۀ خو تۀ ګرم يې او نۀ يخ، بلکې تړم يې، زۀ به تا د خپلې خولې نه وتُوکم.
اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.
خو هغه راياد کړه چې تۀ د څومره اوچت مقام نه پرېوتلې، خو اوس توبه وباسه او هغه کار کوه لکه چې مخکښې دې کړے وو. کۀ تۀ توبه ونۀ باسې نو زۀ به راشم او ستا ډيوټ به د خپل ځائ نه لرې کړم.
ما ته ستا د ټولو عملونو پته ده، تۀ خو نۀ يخ يې او نۀ ګرم. کاش چې تۀ يا خو يخ وے يا ګرم.
ځکه چې تۀ وائې چې زۀ مالدار او دولتمند يم او د څۀ څيز حاجتمند نۀ يم. حقه خو دا ده چې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيبه، خوار، ړوند او بربنډ يې.