7 مالِک عيسىٰ فرمائى چې، ”ما ته غوږ ونيسئ زۀ زر درځم. بختور دى هغوئ څوک چې د دې کِتاب پېشګوئې منى.“
هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“
بختور دے هغه څوک چې دا پېشګوئى نورو خلقو ته لولى او بختور دى هغه خلق چې دا کلام اورى او چې څۀ په کښې ليکلى دى په هغې عمل کوى، ځکه چې وخت رانزدې دے.
”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“
نو توبه وباسه، کۀ نه نو زۀ به زر راشم او په هغه تُوره به د هغوئ سره جنګ وکړم کومه چې زما د خولې نه راوځى.
”ما ته غوږ ونيسئ. زۀ عيسىٰ زر درځم او ستاسو اجر د خپل ځان سره دروړم چې هر يو ته به زۀ د هغوئ د عمل په مطابق ورکړم.
زۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم څوک د دې کِتاب د پېشګويو کلام اورى، کۀ څوک د ځانه څۀ په کښې زيات کړى نو خُدائ پاک به هغۀ ته په دې کِتاب کښې بيان شوى افتونه ورکړى.
او کۀ څوک د پېشګويو د دې کِتاب نه څۀ خبرې اخوا کړى نو خُدائ پاک به د هغۀ د ژوندون د ونې نه او د مقدس ښار نه د هغۀ حِصه ختمه کړى کومه چې په دې کِتاب کښې بيان شوې ده.
څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.
د مالِک عيسىٰ فضل دې په تاسو ټولو وى، آمين.
زۀ زر درځم او څۀ چې درسره دى په هغې ټينګ پاتې شه چې څوک دې هم د خپل تاج نه محرومه نۀ کړى.
کوم تعليم چې تا ته درکړے شوے دے او تا اورېدلے دے، هغه ياد ساته او عمل پرې کوه او توبه وباسه. کۀ تۀ بېدار نۀ شې نو زۀ به د غل په شان درشم او تا ته به زما د راتلو د وخت پته ونۀ لګى.