2 د ښار د لوئ سړک په مينځ کښې رابهېدلو. د درياب په دواړو غاړو د ژوندون ونه وه چې دولس قسمه مېوه يې نيوله او هره مياشت به يې مېوه نيوله. او د ونې پاڼې د قومونو د شفا ورکولو دپاره دى.
هغۀ هلته هر قِسم ښائسته او مېوهدارې ونې راشنې کړلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله.
هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.
حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوى، بختور دى هغوئ څوک چې هغه راټينګوى.
د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“
اے مالِکه خُدايه، کۀ چرې تۀ ما له شفا راکړې نو زۀ به بلکل روغ رمټ شم، کۀ چرې تۀ ما له خلاصون راکړې نو زۀ به بچ شم، ځکه چې زۀ صرف ستا ثناء صِفت کوم.
هغه سړى زۀ بيا د مالِک خُدائ د کور دروازې ته راوستلم، او ما وليدل چې د خُدائ د کور د درشل د لاندې نه اوبۀ د نمرخاتۀ طرف ته راروانې وې ځکه چې د مالِک خُدائ د کور مخه نمرخاتۀ طرف ته وه. اوبۀ د مالِک خُدائ د کور د جنوب خوا نه ښکته د قربانګاه جنوب خوا ته راروانې وې.
بيا مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د هغوئ بېوفائى ختمه کړم او شفا به ورکړم. زۀ به د زړۀ د اخلاصه د هغوئ سره مينه کوم، زۀ هغوئ ته نور غصه نۀ يم.
په هغه ورځ به د ژوند اوبۀ د يروشلم نه بهيږى، نيمې به د مشرق سمندر ته او نيمې به د مغرب سمندر ته، په ګرمۍ او يخنۍ کښې بهيږى.
خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.
”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم،
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.
او هغه دولس دروازې د دولسو ملغلرو وې، هره دروازه د يوې ملغلرې نه جوړه وه. د ښار لوئې کوڅې د صفا شيشې په شان د سوچه سرو زرو وې.
د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى.
بيا فرښتې ما ته د ژوند د اوبو درياب وښودلو چې د بلور په شان پړقېدو چې د خُدائ پاک او د ګډُورى د تخت نه
بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى.
او کۀ څوک د پېشګويو د دې کِتاب نه څۀ خبرې اخوا کړى نو خُدائ پاک به د هغۀ د ژوندون د ونې نه او د مقدس ښار نه د هغۀ حِصه ختمه کړى کومه چې په دې کِتاب کښې بيان شوې ده.