25 د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى.
ستا دروازې به تل کولاو وى، شپه او ورځ به دا نۀ بنديږى، ځکه چې د قومونو مال دولت او د هغوئ ګرفتار شوى بادشاهان به د فتحې په جلوس کښې ښار ته دننه راوستل شى.
ستا نمر به هيڅکله نۀ پرېوځى او نۀ به دې کله سپوږمۍ کوزيږى. ځکه چې مالِک خُدائ به ستا ابدى نُور وى، او ستا د غم ورځې به ختمې شى.
دا به يو بېمثاله ورځ وى، نۀ به ورځ وى نۀ به شپه وى، مالِک خُدائ ته به د دې پته وى. د ماښام په وخت کښې به هم رڼا وى.
د هغې لوئ اوچت دېوال وو چې په کښې دولس دروازې وې او په هره دروازه کښې فرښته ولاړه وه، او په دروازو د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى وُو.
کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.
او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.
هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.