23 او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى.
په غارونو کښې ورننوځئ او د مالِک خُدائ د يرې نه او د هغۀ د شان او شوکت نه ځان په خاورو کښې پټ کړئ.
چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى.
نو سپوږمۍ به توره شى او د نمر رڼا به کمه شى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به حکومت کوى. هغه به په يروشلم کښې د صيون په غرۀ باندې د مشرانو په وړاندې شان او شوکت سره بادشاهى کوى.
سپوږمۍ به د نمر په شان ځليږى او نمر به په اووۀ چنده زيات روښانه شى، دا به داسې وى لکه چې د اوو ورځو رڼا يو ځائ شى. دا به په هغه وخت کښې وشى کله چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو د هغه زخمونو مرهم پټۍ وکړى او هغه زخمونه ورله روغ کړى چې کوم زخمونه هغۀ ورکړى دى.
خُدائ پاک د تيمان نه راروان دے، د فاران د غرونو نه هغه مقدس ذات راروان دے. د هغۀ د شان او شوکت نه آسمانونه ډک شوى دى او د هغۀ ثناء صِفت زمکه ډکه کړې ده.
ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.
په دې زناکاره او ګناهګاره زمانه کښې څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم د هغوئ نه وشرميږى کله چې هغه د خپل پلار جلال کښې د پاکو فرښتو سره راشى.“
هغه به د د غېريهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو.
هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى.
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے.
هر کله چې زۀ د رڼا شُغلې ړوند کړم نو زما ملګرو زۀ د لاسه ونيولم او دمشق ته يې بوتلم.
دا هغه خلق دى چا چې خپل ځانونه د ښځو سره د يو ځائ کېدو نه ساتلى دى، او ګډُورى پسې روان دى چرته چې هم ګډُورے ځى. دوئ د خُدائ پاک او د ګډُورى دپاره د بنى آدمو نه د اولنۍ مېوې په طور په بيعه اخستے شوى دى.
د دې نه پس ما يوه بله فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليدله او د هغې لوئ اختيار وو او زمکه د هغې په جلال رڼا شوه.
هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو.
د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى.
هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.
بيا ما د تخت په مينځ کښې او د څلورو جاندارو او د مشرانو په مينځ کښې يو لکه د حلال شوى ګډورى وليدو چې اووۀ ښکرونه او اووۀ سترګې يې وې چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى چې ټولې دُنيا ته لېږلے شوى دى.
ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“