Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 21:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 او هغه دولس دروازې د دولسو ملغلرو وې، هره دروازه د يوې ملغلرې نه جوړه وه. د ښار لوئې کوڅې د صفا شيشې په شان د سوچه سرو زرو وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 21:21
10 Iomraidhean Croise  

دنننۍ کوټه لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربان‌ګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه.


هغه ښځې کاسنى سرې جامې اغوستې وې چې د سرو زرو په کالو، جواهراتو او ملغلرو سنګار شوې وه. د هغې په لاس کښې د سرو زرو پيالۍ وه چې د پليتۍ او د هغې د حرامکارۍ د ناپاکۍ نه ډکه وه.


او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په دې لوئ ښار چې د کتان او کاسنى جامې به يې اغوستې وې او په سرو زرو او قيمتى کاڼو او ملغلرو به يې خپل ځان سنګار کړے وى.


کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.


دېوال د جاسپر کاڼو نه جوړ وو او ښار په خپله د سوچه سرو زرو نه جوړ شوے وو او د صفا شيشې په شان پړقېدو.


د ښار د لوئ سړک په مينځ کښې رابهېدلو. د درياب په دواړو غاړو د ژوندون ونه وه چې دولس قسمه مېوه يې نيوله او هره مياشت به يې مېوه نيوله. او د ونې پاڼې د قومونو د شفا ورکولو دپاره دى.


او د تخت د وړاندې يې د شيشې سمندر وو چې د بلور په شان ښکارېدو. او د تخت نه چاپېره څلور جاندار وُو چې وړاندې وروستو يې سترګې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan