Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 21:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 او ښار په څلور ګوټه شکل جوړ وو او څومره چې اوږد وو هغه هومره پلن وو، او هغې د ښار ناپ په ګز وکړو او د دې اوږدوالے، پلنوالے او اوچتوالے برابر وُو چې دوه نيم زره کيلوميټره وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 21:16
6 Iomraidhean Croise  

او هغۀ د دننه مقدس ځائ اوږدوالے ناپ کړو، هغه پينځۀ دېرش فټه وو، او د دې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو. هغۀ ما ته ووئيل، ”دا د ټولو نه زيات مقدس ځائ دے.“


بيا هغۀ هغه څلور واړه طرفونه ناپ کړل. او د دې نه ګېرچاپېره دېوال وو، چې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد او اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه پلن وو، د دې مقصد دا وو چې عام ځائ د مقدس ځائ نه جدا کړى.


ټوله فاصله ګېرچاپېره به نهۀ کيلوميټره وى. او د هغې ورځې نه وروستو به د دې ښار نوم دا وى، مالِک خُدائ هلته موجود دے.“


کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.


فرښتې د ديوال ناپ په دُنياوى پېمانه وکړو چې شپېتۀ ميټره اوچت وو، او فرښتې هم دا پېمانه استعمالوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan