15 کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.
کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.
بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې د ناپ تول فيته په لاس يو سړے ولاړ وو.
نو ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ چرته روان يې؟“ هغۀ راته په جواب کښې وفرمائيل، ”د يروشلم ناپ کولو له، چې دا معلوم کړم چې هغه څومره پلن او څومره اوږد دے.“
د هغې لوئ اوچت دېوال وو چې په کښې دولس دروازې وې او په هره دروازه کښې فرښته ولاړه وه، او په دروازو د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى وُو.
او ښار په څلور ګوټه شکل جوړ وو او څومره چې اوږد وو هغه هومره پلن وو، او هغې د ښار ناپ په ګز وکړو او د دې اوږدوالے، پلنوالے او اوچتوالے برابر وُو چې دوه نيم زره کيلوميټره وُو.
او هغه دولس دروازې د دولسو ملغلرو وې، هره دروازه د يوې ملغلرې نه جوړه وه. د ښار لوئې کوڅې د صفا شيشې په شان د سوچه سرو زرو وې.
د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى.