Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 20:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 20:4
40 Iomraidhean Croise  

د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.


خو په آخر کښې به د خُدائ تعالىٰ مقدسو خلقو ته بادشاهى مِلاو شى، او هغوئ به په هغې باندې تر ابده پورې بادشاهى کوى.


ترڅو چې هغه ازلى ذات راغلو او د خُدائ تعالىٰ د مقدسينو په حق کښې يې د عدالت اعلان وکړو. او بيا هغه وخت راغلو چې هغوئ ته بادشاهى مِلاو شوه.


نو بيا به د آسمان لاندې د ټولو بادشاهتونو حکومت، طاقت او لوئى هغه ايماندارانو ته حواله شى چې د خُدائ تعالىٰ خلق دى. د هغۀ بادشاهى به ابدى وى، او ټول حکمرانان به د هغۀ عبادت او تابعدارى وکړى.


کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې.


ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.


عيسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم، هر کله چې د قيامت په ورځ اِبن آدم د خپلې لويئ په تخت کښېنى نو تاسو چې ما پسې روان شوى يئ به هم ما سره په دولسو تختونو کښېنئ او تاسو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو قاضيان شئ.


په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى.


خو چې هيروديس د عيسىٰ په حقله واورېدل نو وې وئيل چې، ”هغه يحيىٰ چې ما يې سر پرې کړے وو بيا راژوندے شوے دے.“


نو بادشاه سمدستى سپاهى له حُکم ورکړو چې، ”لاړ شه، د يحيىٰ سر راوړه.“ سپاهى لاړو په قېدخانه کښې يې د هغۀ سر پرې کړو


نو هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”بيا زمونږ د شرعې عالمان دا ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبے راځى؟“


هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“


او دغه شان به تاسو برکت ومومئ ځکه چې هغوئ تاسو ته د بدل درکولو جوګه نۀ دى، خو د قيامت په ورځ به خُدائ پاک تاسو له د صادقانو سره اجر درکړى.“


نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.


لږ وخت پس به دُنيا ما نور ونۀ وينى خو تاسو به مې وينئ. ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ.


ځکه کۀ د هغوئ رد کېدل د دُنيا پخلا کېدل شول نو د هغوئ بيا قبلېدل به مړو ته د ژوندون نه څۀ کم نۀ وى.


او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو. مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو، خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو.


کۀ مونږ سختۍ وزغمو نو د هغۀ سره به بادشاهى هم کوُو، کۀ مونږ د هغۀ نه منکر شُو نو هغه به هم زمونږ نه منکر شى.


چا چې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ مسيح او د هغۀ ټول هر څۀ چې هغه وليدل ګواهى ورکړه.


زۀ ستاسو ورور يوحنا، په تنګسيا، په بادشاهۍ او په صبر کښې تاسو سره خپل عيسىٰ کښې شريک يم. زۀ د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ په حقله د ګواهۍ ورکولو په وجه پتموس نومې جزيره ته جلاوطن کړے شوم.


خو د درې نيمو ورځو نه پس خُدائ پاک په هغوئ کښې د ژوند ورکولو روح واچولو او هغوئ په خپلو پښو ودرېدل او چا چې دا وليدل، هغوئ ټول يرېدل.


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“


کله چې دوئ خپله ګواهى پوره کړى نو د عالمِ ارواح نه به هغه بلا راوځى او دوئ سره به جنګ ونښلوى او کاميابه به شى او مړۀ به يې کړى.


خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.


او د هغوئ د عذاب لوګے به تل تر تله راوچتيږى او هر هغه څوک چې بلا يا د هغۀ د بُت عبادت کوى يا د هغۀ د نوم نښه اخلى، د هغوئ به نۀ د شپې او نۀ د ورځې آرام وى.“


او ما وليدل چې د شيشې د سمندر په شان راښکاره شو چې اور په کښې ګډ شوے وو، او د شيشې د سمندر سره هغه خلق ولاړ وُو چې په بلا او د هغې د بُت او د هغې د نوم په شمېر فتح موندلې وه. د هغوئ په لاسونو کښې د خُدائ پاک ورکړى ستارونه وُو.


کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى.


هر هغه څوک چې کامياب شى او هغه چې زما د وينا په مطابق تر آخره عمل کوى نو زۀ به ورله په قومونو اختيار ورکوم.


بختور او قُدوس هغه دے چې په دې اولنى قيامت کښې شريک دے. ځکه چې په داسې خلقو د دوېم مرګ اختيار نۀ وى بلکې هغوئ به د خُدائ پاک او د مسيح اِمامان وى او د هغۀ سره به تر زرو کالو پورې بادشاهى کوى.


هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.


هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.


او د تخت نه ګېرچاپېره څليريشت نور تختونه وُو او په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چې سپينې جامې يې اغوستې وې او د سرو زرو تاجونه يې په سر وُو.


هر کله چې ګډُورى پينځم مهر مات کړو نو ما د قربان‌ګاه د لاندې د هغه ايماندارانو روحونه وکتل چې د خُدائ پاک د کلام او د خپلې ګواهۍ په وجه قتل کړے شوى وُو.


”تر هغې سمندر، زمکې او ونو ته نقصان مۀ رسوئ ترڅو چې مونږ د خُدائ پاک مُهر د هغۀ د خادِمانو په تندو نۀ وى لګولے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan