11 بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.
دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“
څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى،
دا هر څۀ به ټول ختم شى خو تۀ به قائم پاتې شې، دا هر څۀ به لکه د جامو په شان زاړۀ شى، تۀ به يې لکه د جامو په شان بدلې کړې، او دا هر څۀ به فنا شى.
خُدائ په خپل مقدس تخت باندې ناست دے، او په ټولو قومونو بادشاهى کوى.
صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.
او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.
په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو.
نو بيا اوسپنه، خاوره، زېړ، سپين زر او سرۀ زر ټول ټوټه ټوټه شو او داسې والوتل لکه څنګه چې په اوړى کښې بوس د غنمو په درمند کښې الوځى. هوا هغه ټول يوړل او هيڅ نښه يې پاتې نۀ شوه. خو هغه کاڼى کوم چې دا مجسمه وويشته هغې نه يو لوئ غر جوړ شو او ټوله زمکه يې ونيوله.
او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حال ستاسو د حال نه ښۀ وى.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى.
بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.
خو په هم هغه کلام کوم آسمانونه او زمکه چې اوس موجود دى د کلام په وسيله په اور کښې د سوزولو دپاره وساتلے شول، او دا به د بېدينه خلقو د عدالت او هلاکت تر ورځې پورې محفوظ وساتلے شى.
خو اژدها شکست وخوړو او د خپلو ملګرو سره د آسمان نه وشړل شو.
هره يوه جزيره غېبه شوله او يو غر هم ليدے نۀ شو.
بيا ما آسمان پرانستے وليدو او هلته زما په وړاندې يو سپين آس وو او د هغۀ د سوارۀ نوم وفادار او رښتينے دے، ځکه چې هغه په عدالت کښې او په جنګ کښې په حقه دے.
او هغه اژدها چې زوړ ښامار دے، هغه يې ونيوو، اِبليس يعنې شېطان، او تر زرو کالو پورې يې وتړلو.
بيا ما يو نوے آسمان او يوه نوې دُنيا وليدله ځکه چې اول آسمان او اوله دُنيا غېب شوى وُو او سمندر هم نۀ وو.
او هغه څوک چې په تخت ناست وو هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، زۀ ټول څيزونه نوى کوم.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما دا کلام وليکه ځکه چې زما خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى.“
سمدستى د روحُ القُدس په وسيله ما يوه رويا وليدله چې په آسمان کښې يو تخت وو او په تخت يو کس ناست وو.
او آسمان داسې فنا شو لکه طومار چې بند کړے شى او هر غر او هره جزيره د خپله ځايه بېځايه شوه.