6 خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښې شته چې تۀ د نيکليانو د کارونو نه نفرت کوې لکه چې زۀ يې ترې کوم.
د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او د هغه خلقو طرفدارى وکړے شى چې څوک د مالِک خُدائ نه نفرت کوى؟ تا چې څۀ کړى دى د هغې په وجه تا په خپل ځان باندې د مالِک خُدائ غصه راپارولې ده.
کوم څيزونه چې فاسد وى زۀ به ورته نۀ ګورم. د بېايمانانو د کارونو نه به نفرت کوم، او زۀ به د هغوئ سره کار نۀ ساتم.
د بدعملو د محفل نه زۀ نفرت کوم او نۀ زۀ د شريرانو ملګرتيا کوم.
د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.