4 خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تا هغه وړومبۍ مينه پرېښې ده.
بيا ټولې پېغلې راپاڅېدلې او خپل مشعلونه يې سم کړل.
او زۀ دا دُعا کوم چې ستاسو مينه دې د عِلم او پوره پوهې سره نوره هم زياته شى،
اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.
خو زۀ ستا خلاف د يو څو خبرو شکايت کوم چې په تاسو کښې هلته څۀ کسان شته چې د بلعام د تعليم پيروى کوى، چا چې بلق ته تعليم ورکړو چې بنى اِسرائيل ګډوډ کړى چې هغوئ بُتانو ته شوې قربانۍ وخورى او حرامکارى دې وکړى.
خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى.