Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 2:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 ما ته دا هم پته ده چې زما د نوم د خاطره تا دا په صبر سره وزغمل او تۀ ستومانه نۀ شوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 2:3
49 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.


ستا دپاره ما د خلقو سپکاوے برداشت کړو او د شرم په وجه ما خپل سر ښکته کړو.


ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.


د سکندر او د روفوس پلار شمعون څوک چې د کرينى اوسېدونکے وو هغه د کلى نه په هغه لاره راروان وو نو هغوئ هغه په بيګار ونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى.


او کوم سړے چې خپله سولۍ په خپله نۀ پورته کوى او په ما پسې نۀ راځى، هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.


بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.


د خپل صبر په وجه به تاسو ژوندون وګټئ.


شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“


خو د ښې زمکې مِثال د هغه چا دے څوک چې په ښۀ او پاک زړۀ سره کلام واورى او پرې مضبوط شى او په دې د صبر مېوه راوړى.


خو دوئ به زما د نوم په سبب تاسو سره دا هر څۀ وکړى ځکه چې هغوئ هغه نۀ پېژنى چا چې زۀ رالېږلے يم.


په اُميد کښې خوشحاله، په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ.


ترفينه او ترفوسه ته سلام وايئ چې د مالِک په خِدمت کښې زما ملګرى دى او هم ګرانې پرِسس ته سلام وايئ چا چې د مالِک په کار کښې ډېره خوارى کړې ده.


څوک چې په صبر سره ښۀ کوى او د جلال او د عزت او د نۀ ختمېدونکى ژوند لټون کوى، هغوئ ته به خُدائ پاک د تل ژوندون ورکړى.


خو کۀ چرې مونږ د هغه څيز اُميد کوُو څۀ چې مونږ نۀ وينو نو مونږ به په صبر سره د دې انتظار وکړُو.


مينه ټول څيزونه برداشت کوى، په ټولو څيزونو يقين کوى، د ټولو څيزونو اُميد ساتى او هر څۀ زغمى.


د هم دغه خلقو تابعدارى کوئ بلکې د هر هغه چا هم تابعدارى کوئ چې دغه شان خِدمت او محنت کوى.


او مونږ د نورو په خوارۍ فخر نۀ کوُو خو اُميد کوُو چې ستاسو د ايمان په زياتوالى کښې به زمونږ د کار درجه نوره ډېره زياته شى،


ولې هغوئ د مسيح خادِمان دى؟ زما وينا لکه د ليونى په شان ده، خو زۀ د هغوئ نه زيات بهتر يم، په محنت کښې زيات، په قېد کښې زيات، په کوړو خوړلو کښې د حد نه زيات، او څو څو ځله د مرګ سره مخامخ شوے يم.


نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.


نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى.


نو کۀ مونږ په دې بدن کښې يُو او يا نۀ يُو، خو زمونږ مقصد صرف د مالِک خوشحالول دى.


په وهلو ټکولو، په قېدولو، په بلوا کېدلو، په سخت مشقت کولو، په شوګيرو تېرولو، په لوږه تنده کښې وخت تېروو،


تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.


نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.


تاسو د ژوندون په کلام کلک ودرېږئ نو د مسيح د بيا راتلو په ورځ به زۀ فخر کوم چې نۀ خو زما منډه بې‌فائدې شوه او نۀ زما خوارى بې‌ځايه لاړه.


او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.


او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ.


مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.


اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو.


خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته مِنت کوُو، چې څوک ستاسو په مينځ کښې خوارى کوى او په مالِک کښې ستاسو لار ښودونکى وى او تاسو ته نصيحت کوى د هغوئ قدر کوئ.


زما وروڼو او خوېندو، تاسو په نېک کار کښې همت مۀ بائيلئ.


مالِک دې ستاسو زړونه د خُدائ پاک په مينه او د مسيح په صبر معمور کړى.


او مونږ د چا روټۍ مفت ونۀ خوړه بلکې شپه او ورځ مو خوارى او مشقت سره کار کولو نو چې مونږ په تاسو کښې په چا بوج جوړ نۀ شُو.


مونږ محنت او خوارى ځکه کوُو چې زمونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائ پاک دے څوک چې د ټولو خلقو او خاص د ايمان راوړونکو خلاصونکے دے.


هغه مشران چې د جماعت ښۀ اِنتظام کوى، او خاص هغوئ چې په کلام اورولو او په تعليم ورکولو کښې خوارى کوى، هغوئ دې يو په دوه د عزت لائق وګڼلے شى.


نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ.


نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.


نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بې‌عزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه.


ځکه چې خُدائ پاک بې‌اِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.


نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى.


او دغه شان اِبراهيم په صبر کولو هغه لوظ حاصل کړو.


او په عِلم کښې پرهيزګارى، او په پرهيزګارۍ کښې صبر، او په صبر کښې ديندارى،


زۀ ستاسو ورور يوحنا، په تنګسيا، په بادشاهۍ او په صبر کښې تاسو سره خپل عيسىٰ کښې شريک يم. زۀ د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ په حقله د ګواهۍ ورکولو په وجه پتموس نومې جزيره ته جلاوطن کړے شوم.


ځکه چې تا زما کلام په صبر سره برداشت کړے دے او مضبوط پرې ولاړ يې، زۀ به هم تا د هغه آزمېښت د وخت نه چې د ټولې دُنيا په خلقو راتلونکے دے، بچ کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan