Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 2:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 2:23
39 Iomraidhean Croise  

زۀ نور تا ته څۀ ووايم. تۀ ما ښۀ پېژنې او بيا هم د خپل خِدمت کوونکى يعنې زما درناوے کوې.


او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


ما ته پته ده چې تۀ د هر چا زړۀ معلوموې او د خلقو په صداقت خوشحاليږى. په روغ نېت او خلوص سره ما دا هر څۀ تا له درکړى دى او ما ته پته لګېدلې ده چې کوم خلق دلته راغونډ شوى دى هغوئ تا له څومره په شوق او خوشحالۍ سره نذرانې راوړى.


نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ سوال اوره او هغوئ معاف کوه. صِرف تۀ د بنى آدم د زړۀ په منصوبو پوهېږې. هر چا سره هغه شان سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى،


کېدے شى چې هغه ورله امن ورکړى چې په حِفاظت سره ژوند تېروى، خو هغوئ د خُدائ پاک د نظر لاندې وى.


اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم او تۀ ما پېژنې.


اے مالِکه خُدايه په ما آزمېښت وکړه او تيار مې کړه، زما د زړۀ او خيالونو آزمېښت وکړه.


کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟ ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟


او چې پاکه خُدايه ستا مينه نۀ ختمېدونکې ده. بې‌شکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې.


ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.


نو بيا ما سوال وکړو چې، ”اے مالِکه خُدايه ربُ الافواجه. تۀ عادل او اِنصاف کوونکے يې، تا ته د هغوئ د زړُونو او سوچونو پته ده، زۀ غواړم چې تۀ زما بدله واخلې او هغه په خپله ووينم، نو اوس ما خپله فېصله تا ته پرېښې ده.“


”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“


خو اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تاسو په خپله صادق سړے وينئ، او تاسو په خپله د انسان د زړۀ او دماغ ژور سوچونه او رازونه آزمايئ. ما خپل خواست تا ته پېش کړے دے نو په دې وجه تاسو زما بدله اخستل ما ته وښايئ.


د غم فرياد وکړئ، تاسو ټول چې په نوې ښار کښې اوسېږئ، ستاسو ټول سوداګر به جارُو شى، هغه ټول چې د سپينو زرو روزګار کوى هغه به تباه شى.


ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى.


په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړه شه، خپل خاوند راوبله او بيا راشه.“


بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے


نو بيا مونږ هر يو به خُدائ پاک ته خپل حساب ورکوو.


او خُدائ پاک څوک چې د زړُونو په رازونو پوهه دے، هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.


ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.


ځکه چې هر څوک به خپل بوج په خپله اوچتوى.


نو د بنى اِسرائيلو ټول خلق به خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او بيا به هيڅکله هيڅ څوک هم داسې بد عمل ونۀ کړى.


نو هر څوک چې د دې نه خبر شى نو وبه يريږى او د عدالت فېصلې به منى.


بيا به هر يو کس خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او هيڅ څوک به هم بيا داسې بد عمل نۀ کوى.


نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.


او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بې‌پړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.


او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى، چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو دوېم مرګ به ورته هيڅ نقصان ونۀ رسوى.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.


بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو.


سمندر خپل مړى چې په کښې وُو، ورکړل بيا مرګ او عالمِ ارواح خپل مړى ورکړل چې په کښې وُو او د ټولو عدالت د هر چا د خپل عمل په مطابق وشو.


”ما ته غوږ ونيسئ. زۀ عيسىٰ زر درځم او ستاسو اجر د خپل ځان سره دروړم چې هر يو ته به زۀ د هغوئ د عمل په مطابق ورکړم.


ما وليدو چې زېړ آس وو او د سوارۀ نوم يې مرګ وو او عالمِ ارواح ورپسې جُخت راروان وو. هغوئ ته د څلورمې برخې زمکې اختيار ورکړے شوے وو چې په جنګ، په قحط، په وبا او ځنګلى ځناور خلق مړۀ کړى.


خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan