Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 2:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 2:17
24 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.


معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور.


موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”يو لوښے واخله او د دوه کلو برابر من په کښې واچوه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې کېږده چې زمونږ د راتلونکو نسلونو دپاره وساتلے شى.“


هر څوک په خپل خفګان ښۀ پوهيږى، او نور هيڅوک د هغۀ په خوشحالۍ نۀ پوهيږى.


ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې بدکاره وى، خو هغه د نېکانو سره دوستانه تعلق ساتى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم خصيان چې د سبت ورځې د منلو په وجه زما درناوے کوى او هغه کار کوى چې زۀ ورباندې رضا کېږم او زما په لوظ ټينګ ولاړ وى،


نو زۀ به هغوئ له زما په خپل کور او د هغې چارديوارۍ کښې يو داسې يادګار او نوم ورکوم چې د لوڼو او زامنو نه به زيات ښۀ وى. او کوم نوم به چې زۀ هغوئ له ورکوم نو هغه به تل تر تله وى او هيڅکله به ختميږى نه.


قومونه به ستا صداقت ووينى، او ټول بادشاهان به ستا شان او شوکت وګورى. او تا ته به يو نوے نوم درکړے شى، يو داسې نوم چې مالِک خُدائ به په خپله خولۀ درباندې اېښے وى.


نو ځکه مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زما خادِمان به خوراک کوى خو تاسو به اوږى يئ. زما خادِمان به څښل کوى خو تاسو به تږى يئ. زما خادِمان به خوشحالى کوى خو تاسو به غمژن او په شرم پټ يئ.


زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى،


هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.


کۀ تاسو د اورېدو قابل غوږونه لرئ نو واورئ.“


خو هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”ما سره داسې خوراک دے چې تاسو ته يې هيڅ پته نشته.“


خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بې‌وقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.


ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.


او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے.


او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى، چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو دوېم مرګ به ورته هيڅ نقصان ونۀ رسوى.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“


د چا چې غوږونه وى، هغوئ دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan