8 او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى.
ستا اِمامان دې د صداقت جامې واچوى، او ستا مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.
هغه د خپل کټ دپاره څادر او د خپل ځان دپاره نازکې او رنګارنګ کپړې تياروى.
شيشې، د کتان جامې، پړُونى او بُرقعې.
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
ما تا ته د ګُلکارۍ جامې درواغوستلې او د څرمنې پېزار مې درته په پښو کړو. ما درته ښکلې د کتان او د رېښمو قيمتى جامې درواغوستلې.
کله چې هغوئ د دننه دربار په دروازو ورننوځى، نو هغوئ دې د کتان جامې واچوى، هغوئ دې د وړئ کپړې نۀ اچوى کله چې د دننه دربار په دروازو يا د خُدائ په کور کښې خِدمت کوى.
او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.
بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.
د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې، داسې سپينې چې د زمکې په مخ داسې چا نۀ شوې سپينولے.
دوئ لا په دې واقعه حېرانې ولاړې وې چې ناګهانه دوه سړى په برېښناکو جامو کښې هغوئ سره ودرېدل.
کله چې هغه آسمان ته بره روان وو او مريدانو آسمان ته نېغ نېغ کتل نو ناګهانه دوه سړى په سپينو جامو کښې د هغوئ په خوا کښې ودرېدل.
بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.
لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.
اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“
او د هغې نه اووۀ فرښتې د اوو افتونو سره راووتلې او هغوئ د کتان جامې اغوستې وې چې صفا او ځلېدونکې وې او په سينو يې د سرو زرو سينه بندونه وُو.
او آسمانى لښکرې په سپينو آسونو سورې ورپسې وې چې د سپين او صفا نرم کتان جامې يې اغوستې وې.
په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.