Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 19:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 او هغه څليريشت مشران او څلور جاندار خُدائ پاک ته په سجده شول څوک چې په تخت ناست دے او هغوئ هم چغې کړې چې، ”آمين، ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 19:4
20 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ستائينه اوس او د همېشه دپاره کوئ.“ بيا ټولو خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، آمين.“


نو ما خپله لمن وڅنډله او ومې وئيل، ”کۀ تاسو دا وعده پوره نۀ کړه، نو خُدائ پاک دې تاسو د خپلو کورونو او خپلو جائيدادونو نه داسې وڅنډى.“ نو ټولو خلقو په جواب کښې ووئيل، ”آمين“ او هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو. او خلقو هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وعده کړې وه.


عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د لوئ خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى.“ نو ټولو خلقو خپل لاسونه اوچت کړل او وې وئيل، ”آمين، آمين.“ هغوئ په عبادت کښې ټيټ شول او په زمکه يې مالِک خُدائ ته سجده ولګوله.


خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى. د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى څوک چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، د ازل نه تر ابده پورې دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى. راځئ چې ټول په شريکه سره ووايو، ”آمين.“ ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.


مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.


د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.


ثناء صِفت دې تر ابده پورې د مالِک خُدائ وى. آمين ثُمه آمين.


هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې بابل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى.


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.


فرض کړه، کۀ تۀ په روح کښې حمد و ثنا کوې او يو نا آشنا کس چې هلته موجود وى نو هغه بيا ستا په شُکر ګزارۍ څنګه آمين کولے شى؟ ځکه چې هغه نا آشنا په دې نۀ پوهيږى چې تۀ څۀ وائې.


بيا په څلورو جاندارو کښې يو هغه اووۀ فرښتو ته د سرو زرو اووۀ جامونه ورکړل چې د خُدائ پاک د قهر نه ډک وُو، د هغه خُدائ پاک چې تل تر تله ژوندے وى.


د دې نه پس ما په آسمان کښې د ګڼو خلقو اوچت آوازونه واورېدل، هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى مالِک خُدائ ته، خلاصون، لوئى او طاقت زمونږ د خُدائ پاک دے.


هغوئ بيا چغې کړې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، د بابل لوګے تل تر تله خېژى.“


بيا ما د ډېرو کسانو داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے.


او څلور واړو جاندارو پرې، ”آمين“ ووې او مشران د عبادت دپاره په سجده پرېوتل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan