2 ځکه چې د هغۀ فېصلې رښتينې او په حقه دى او هغۀ د لوئې کنجرې د سزا فېصله وکړه چا چې په خپلې حرامکارۍ دا دُنيا ګډه وډه کړه او د هغې نه يې د خپلو خادِمانو د وينې بدل واخستو.“
تۀ به د خپل نېک د اخىاب کورنۍ تباه کوې، نو داسې به زۀ ايزبل له سزا ورکړم ځکه چې هغې زما پېغمبران او زما نور خِدمت کوونکى وژلى وُو.
د مالِک خُدائ يره پاکه ده او تل به وى. حُکمونه د مالِک خُدائ درست دى هر يو په اِنصاف وى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بېشکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى.
خو بيا به د هغۀ خلاف عدالت شروع شى، او د هغۀ نه به حکومت واخستلے شى او هغه به هم په مکمل توګه تباه شى.
مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.
مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے، ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے.
قومونو، تاسو د مالِک خُدائ د خلقو صِفت وکړئ، مالِک خُدائ هغه هر چا له سزا ورکوى چې څوک هغوئ ووژنى. هغه د خپلو دشمنانو نه بدله اخلى او د خپلو خلقو د زمکې کفاره ادا کوى.
هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.
د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“
ځکه چې ټولو قومونو د هغې د مستۍ او بدکارۍ شراب څښلى دى، د دُنيا بادشاهانو د هغې سره بدکارى کړې ده، او د دُنيا سوداګرانو د هغې د عياشۍ په سبب دولت راغونډ کړو.“
هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“