17 بيا ما يوه فرښته په نمر کښې ولاړه وليده او هغې بره په آسمان کښې الوتونکو مارغانو ته چغې کړې چې، ”راشئ او د خُدائ پاک په لويه مېلمستيا کښې راجمع شئ.
خو بيا به زۀ په هغه ښار باندې يو افت راولم، هلته به ژړا او ماتم وى. او ټول يروشلم به داسې شى لکه څنګه چې د هغې د ارىايل نوم معنىٰ ده ”يوه داسې قربانګاه چې په وينو لت پت وى.“
اے ټولو بلاګانو. اے د ځنګل ټولو بلاګانو راشئ. او زما خلق لواړ تېر کړئ.
آيا دا مُلک د ګيدړانو غار دے چې ټپوسان پرې بره الوځى رالوځى. خو ځنګلى ځناور دې راشى چې د هغوئ لاشونه وخورى.
د هوا ټولو مارغانو په دې غورزېدلې ونه کښې جالې جوړې کړې او د زمکې ځناور يې په څانګو کښې اوسېدل.
بيا ما د آسمان په مينځ کښې بله فرښته په الوتو وليدله چې د زمکې هر قوم، خيل، ژبې او خلقو له يې د تل زيرے ورکولو.
او باقى په هغه تُوره ووژلے شول چې په سپين آس د سوارۀ له خولې نه راوتله، او ټولو مارغانو د هغوئ په غوښه ځانونه ماړۀ کړل.
بيا ما وليدل چې يو باز په آسمان کښې بره والوتو او په اوچت آواز يې دا نعرې وهلې چې، ”افسوس، افسوس، افسوس، د زمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې هغه درې نورې پاتې فرښتې به هم اوس خپل بيګل غږوى.“
هغۀ داؤد ته ووئيل، ”راشه. چې زۀ ستا غوښه مارغانو او ځنګلى ځناورو له ورکړم چې وې خورى.“