16 او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“
د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ چې د مالِکانو مالِک خُدائ دے. د هغۀ مينه ابدى ده.
ټول بادشاهان به هغۀ ته په سجده شى، ټول قومونه به د هغۀ خِدمت ګزار شى.
زۀ به هم هغه خپل مشر زوئ مقرر کړم، او هغه به په دُنيا کښې د ټولو بادشاهانو نه اوچت کړم.
بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بېشکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“
خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى.
نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے.
او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“
د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.