Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مکاشفه 18:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو په دې وجه به په هغې په يوه ورځ دومره افتونه راشى، يعنې مرګ، ويره او قحط. او په اور به هم وسوزولے شى ځکه چې مالِک خُدائ پاک زورَور دے چې د دې فېصله يې واوروله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مکاشفه 18:8
18 Iomraidhean Croise  

کۀ دا د زور خبره وى، نو هغه طاقتور دے. کۀ دا د اِنصاف خبره وى، نو هغه عدالت ته څوک راغوښتے شى؟


خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل، نو ما بار بار واورېدل، چې خُدائ پاک زورَور دے،


په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.


صرف په يوه ورځ کښې به مالِک خُدائ د اِسرائيل مشرانو او خلقو له داسې سزا ورکړى چې د سر نه واخله تر بېخه پورې به ټول ختم کړى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ګورئ، زۀ ستاسو خلاف يم، اے مغروره خلقو، ستاسو د سزا ورځ رارسېدلې ده هغه وخت چې زۀ تاسو له سزا درکړم.


خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے. هغه به په سختۍ سره د هغوئ د مسئلې دفاع وکړى، او هغه به دوئ ته آرام ورکړى، خو د بابل خلق به نا آرامه کړى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د بابل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“


د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى.


مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟


يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟


او دا يې وئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، مونږ ستا شُکر کوُو، تۀ چې يې او چې وې، ځکه چې تا خپل لوئ طاقت استعمال کړو او بادشاهى دې شروع کړه.


هغه لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه به سره د بلا د دې کنجرې نه نفرت کوى، هغوئ به دا بربنډه او برباده کړى او د هغې غوښه به وخورى او په اور به يې ايرې کړى.


دا ښځه چې تا وليده هغه لوئ ښار دے چې د دُنيا په بادشاهانو حکومت کوى.“


افسوس چې په يوه ګينټه کښې د دې ټوله دبدبه برباده شى.“ بيا ټول د سمندرى جهازونو کپتانان، سمندرى مسافران او ماڼکيان او هغه څوک چې په سمندرى تجارت خپله ګزاره کوى، به لرې ودريږى.


او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“


هغوئ بيا چغې کړې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، د بابل لوګے تل تر تله خېژى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan