6 هغې ته د خپلو کړو بدله ورکړئ، هغې چې کوم ناروا کارونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، او هغې چې په کومې پيالۍ کښې شراب ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.
اے د بابل خلقو، تباه شئ، هغه دې خوشحاله وى څوک چې تا ته بدل درکړى، کوم کارونه چې تا مونږ سره وکړل.
هغوئ ته د هغوئ د عملونو سزا ورکړه هغوئ ته د هغوئ د بدو کارونو په اندازه بدله ورکړه، هغوئ ته د خپلو بدو عملونو او کارونو بدله ورکړه کوم چې دوئ د نورو سره کړى دى هغوئ ته د هغه څۀ سزا ورکړه.
د يروشلم خلقو سره ډيرې په نرمه ژبه خبرې کوئ. او هغوئ ته ووايئ چې ستاسو د خفګان ورځې ختمې شوې او اوس ستاسو ګناهونه معاف شوى دى. ځکه چې د مالِک خُدائ د لاسه هغوئ ته د خپلو ګناهونو يو په دوه سزا مِلاو شوې ده.“
د بېعزتۍ او سپکاوى په ځائ به تاسو ته يو په دوه عزت درکړے شى. په خپل مُلک کښې به تاسو د مال دولت يو په دوه حِصه دار يئ، او ستاسو خوشحالى به د همېشه دپاره وى.
زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بېساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“
زما دشمنان دې وشرميږى خو ما مۀ شرموه، په هغوئ يره راوله خو ما مۀ يروه. په هغوئ د افت ورځې راوله، او هغوئ په دوه چنده تباه کړه.
د هرې خوا نه د هغۀ خلاف د جنګ چغې ووهئ. وګورئ هغه محاصره شوے دے، د هغۀ دېوالونه راغورزېدلى دى. دا د مالِک خُدائ د انتقام اخستو ورځ ده، د بابل نه انتقام واخلئ. کوم سلوک چې هغوئ د نورو سره کړے وو هم هغه شان سلوک ورسره وکړئ.
ټول لينده چلوونکى د بابل خلاف راجمع کړئ، محاصره يې کړئ چې يو کس هم درنه ونۀ تښتى. هغۀ ته د خپلو اعمالو په مطابق بدله ورکړئ، هغۀ سره هغه څۀ وکړئ کوم چې دۀ د نورو خلقو سره کړى دى. ځکه چې بابل د خپلې مغرورتيا په وجه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات خلاف سرکشى کړې ده.
”ستا د سترګو د وړاندې به زۀ بابليانو او څوک چې په بابل کښې اوسيږى د هغوئ د بدو کارونو په بدله کښې چې يې په صيون کښې کړى دى بدله ورکړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
لکه څنګه چې بابل د بنى اِسرائيلو او د ټولې دُنيا د قتل عام سبب جوړ شوے وو، نو بيا به هغه هم هغه شان قتل کړے شى.“
اے مالِکه خُدايه، هغوئ ته بدله ورکړه، هغوئ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړه.
خپلې قلعې ته په اُميد سره واپس راشئ، اے قېديانو، زۀ هم اوس اعلان کوم چې تاسو به زۀ يو په دوه بيا آباد کړم.
سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.
کۀ چا ته قېدېدل وى هغه به قېد شى، کۀ څوک په تُوره قتل کېدل وى نو هغه به په تُوره قتل شى. په دې مقدسينو ته زغم او ايمان په کار دے.
هغوئ به د خُدائ پاک د قهر او د غضب مے وڅښى کوم چې هغۀ د خپل سخت غضب په پيالۍ کښې اچولى دى. هغوئ به د پاکو فرښتو او د ګډُورى په وړاندې په اور او د ګوګړو په شغلو کښې عذابولے شى.
او هغه لوئ ښار په درېو حِصو تقسيم شو او د دُنيا ښارونه ونړېدل، او خُدائ پاک ته لوئ بابل راياد شو بلکې د خپل غضب او قهر نه ډکه پياله يې په هغوئ وڅښله.
د دُنيا خلق په هغه شرابو نشه شول کوم چې هغې دوئ ته ورکړى وُو او بيا يې د هغې سره زنا وکړه.“
هغه ښځې کاسنى سرې جامې اغوستې وې چې د سرو زرو په کالو، جواهراتو او ملغلرو سنګار شوې وه. د هغې په لاس کښې د سرو زرو پيالۍ وه چې د پليتۍ او د هغې د حرامکارۍ د ناپاکۍ نه ډکه وه.
د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“