د مالِک خُدائ يو پېغمبر چې نوم يې عوبېد وو، هغه د سامريه په ښار کښې اوسېدو. کله چې د اِسرائيل لښکر د يهوداه د قېديانو سره واپس راروان وو نو چې هغوئ ښار ته په ننوتلو وُو نو عوبيد هغوئ له د مِلاوېدو دپاره ور ووتلو او عوبيد ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک د يهوداه خلقو ته غصه وو او ستاسو په ذريعه يې هغوئ له شکست ورکړو، خو چې تاسو هغوئ څومره په بېرحمۍ سره حلال کړى دى نو خُدائ پاک د هغې نه خبر شوے دے.