3 ځکه چې ټولو قومونو د هغې د مستۍ او بدکارۍ شراب څښلى دى، د دُنيا بادشاهانو د هغې سره بدکارى کړې ده، او د دُنيا سوداګرانو د هغې د عياشۍ په سبب دولت راغونډ کړو.“
هغوئ به تا مايوسه کړى، چا سره چې تۀ د ځوانۍ نه په وفادارۍ چلېدلے يې. هر يو به درنه په خپله مخه لاړ شى، او داسې به هيڅ څوک پاتې نۀ وى چې تاسو بچ کړى.
”نبوکدنضر د بابل بادشاه مونږ لواړ تېر کړُو، او هغۀ مونږ سرګردانه او مات کړُو، هغۀ مونږ لکه د تش منګى په شان يوې خوا ته وغورزولو. لکه د ښامار په شان يې تېر کړُو او زمونږ د ښو غوښو نه يې خپله ګېډه ډکه کړه، او نوره يې بيا د خولې نه تُو کړه.“
بابل د مالِک خُدائ په لاس کښې د سرو زرو پياله وه، هغه پيالۍ چې ټوله زمکه يې نشه کړه. قومونو د هغۀ شراب وڅښل نو په دې وجه هغوئ اوس مست شول.
هغه چا چې به خوندور خوراکونه کول هغوئ اوس په کوڅو کښې د لوږى نه مړۀ کيږى. هغوئ چا چې به قيمتى کپړې استعمالولې اوس هغوئ د ګند په ډېرو کښې د خوراک لټون کوى.
ځکه چې نينوه د يوې بېحيا زناکارې په شان ده، چې ناز نخرې کوى، او خپل ښائست لکه د جادو استعمالوى، چا چې په کنجرتوب سره قومونه خپل غلامان کړى دى او په خپل جادو سره يې خلق راګېر کړى دى.
نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې قيمتى جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، د چا چې قيمتى لباس وى او عېش عشرت کوى هغوئ په محلونو کښې ژوند کوى.
خو د ځوانو کونډو نومونه په فهرست کښې مۀ ليکئ ځکه کله چې د هغوئ شهوت هغوئ د مسيح نه لرى کړى نو هغوئ بيا د وادۀ خواهش کوى،
بيا هغې نه وروستو بله دوېمه فرښته راغله او هغې وئيل چې، ”وغورزېدو، لوئ بابل وغورزېدو چې په ټولو قومونو يې د خپلې زناکارۍ او مستۍ د شرابو نه څښلى دى.“
د دُنيا خلق په هغه شرابو نشه شول کوم چې هغې دوئ ته ورکړى وُو او بيا يې د هغې سره زنا وکړه.“
او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“
او نور به په تا کښې ډيوه بله نۀ شى او په تا کښې به بيا د زلمى او د ناوې خبرې وانۀ ورېدے شى. يو وخت وو چې ستا تاجران د دُنيا زورَور خلق وُو او تا په خپل جادو ټول قومونه دوکه کړى وُو.
هغې چې هر څومره لوئى او عياشى وکړه هم هغه هومره ورته عذاب او وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښې دا وائى چې زۀ د تخت مَلِکه يم، زۀ به چرې هم د کونډو په شان ويرونه نۀ کوم.
د زمکې بادشاهانو چې د هغې سره بدکارى وکړه او د هغې په عياشۍ کښې شامل شول، هر کله چې هغوئ د دې د سوزېدلو لوګے ووينى نو هغوئ به پرې ژړا او وير وکړى.