24 ستا په کوڅو کښې د هغه نبيانو او مقدسينو او د هغه خلقو بهېدلې وينه وليدلے شوه چې په ټوله دُنيا کښې وژلے شوى وُو.“
ستاسو لمن د بېګناه غريبانانو په وينو داغې شوې ده، سره د دې چې هغوئ تاسو په غلا کولو کښې نۀ دى نيولى. د دې هر څۀ باوجود
لکه څنګه چې بابل د بنى اِسرائيلو او د ټولې دُنيا د قتل عام سبب جوړ شوے وو، نو بيا به هغه هم هغه شان قتل کړے شى.“
په تا کښې خلق په پېسو مرګونه کوى، تاسو سود کوئ او ډېره زياته ګټه اخلئ، او د خپلو ګاونډيانو نه ناجائزه ګټه کوئ. تاسو زۀ هېر کړے يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
د هغۀ سرکارى آفسران لکه د ليوانو په شان خپل ښکار شلوى، هغوئ وينه تويوى او خلق وژنى چې بېاِنصافه ګټه وکړى.
په تا کښې تهمت لګوونکى خلق دى چې وينى تويوى، په تا کښې هغوئ دى چې د غرونو دپاسه عبادتخانو کښې خوراک کوى او غلط کارونه کوى.
کله چې ما دا هر څۀ کتل، نو دې ښکر د مقدسينو خلاف جنګ وکړو او هغوئ ته يې شکست ورکولو،
هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى.
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. ستاسو مِثال د هغه قبرونو دے چې بهر سپين کړى او ښائسته ښکارى خو دننه د مړو د هډوکو او د نورې ګندګۍ نه ډک وى.
دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بېګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې مړ کړو.
داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.
چا چې مالِک عيسىٰ او نبيان دواړه ووژل او مونږ يې هم وشړلو. هغوئ خُدائ پاک خفه کوى او د هر چا مخالفت کوى.
کله چې دوئ خپله ګواهى پوره کړى نو د عالمِ ارواح نه به هغه بلا راوځى او دوئ سره به جنګ ونښلوى او کاميابه به شى او مړۀ به يې کړى.
ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“
او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.
ځکه چې د هغۀ فېصلې رښتينې او په حقه دى او هغۀ د لوئې کنجرې د سزا فېصله وکړه چا چې په خپلې حرامکارۍ دا دُنيا ګډه وډه کړه او د هغې نه يې د خپلو خادِمانو د وينې بدل واخستو.“