23 او نور به په تا کښې ډيوه بله نۀ شى او په تا کښې به بيا د زلمى او د ناوې خبرې وانۀ ورېدے شى. يو وخت وو چې ستا تاجران د دُنيا زورَور خلق وُو او تا په خپل جادو ټول قومونه دوکه کړى وُو.
او بيا به هيچرې په تا کښې د ستار، سندرغاړو، شپيلۍ او د بيګل آوازونه وانۀ ورېدے شى، او د يو کسب، کسبګر به هم په تا کښې ونۀ ليدے شى، او بيا به په تا کښې د ژرندې غرار وانۀ ورېدے شى.
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“