مکاشفه 18:22 - Pakistani Yousafzai Pashto22 او بيا به هيچرې په تا کښې د ستار، سندرغاړو، شپيلۍ او د بيګل آوازونه وانۀ ورېدے شى، او د يو کسب، کسبګر به هم په تا کښې ونۀ ليدے شى، او بيا به په تا کښې د ژرندې غرار وانۀ ورېدے شى. Faic an caibideil |
د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.