21 او بيا يوې قوتناکې فرښتې د ژرندې د يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو او سمندر ته يې ورګزار کړو او وې وئيل چې، ”دغه شان به د بابل لوئ ښار ونړولے شى او بيا به يې هيڅوک ونۀ وينى.
تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.
هغوئ به د يو خوب په شان تېر شى او ورک به شى، هغوئ به د شپې د خوب په شان فنا شى.
خو چې دوباره مې وليدل، هغوئ د دُنيا نه تلى وُو، ما چې کله هغوئ لټول نو بيا نۀ وُو.
ژور درياب هغوئ ډُوب کړل، هغوئ د کاڼى په شان لاندې بېخ ته لاړل.
زۀ به تاسو په دردناک مرګ ووژنم او تۀ به نور په دُنيا کښې نۀ يې. ستا لټون به کولے شى خو تۀ به هيڅکله نۀ پېدا کېږې. مالِک قادر مطلق داسې فرمائى.“
د دې نه پس به هغه خپل مُلک کښې خپلو قلعه ګانو ته واپس شى خو هغه به تيندک وخورى او وبه غورزيږى نو د هغۀ نام و نشان به پاتې نۀ شى.
بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليده چې په وريځ کښې پټه وه او چې د بوډۍ ټال يې په سر وو، مخ يې د نمر په شان ځلېدو او پښې يې د اور د ستنو په شان وې.
خو اژدها شکست وخوړو او د خپلو ملګرو سره د آسمان نه وشړل شو.
هره يوه جزيره غېبه شوله او يو غر هم ليدے نۀ شو.
هغوئ به لرې ولاړ وى او د هغې په عذاب به د يرې دا وائى چې، ”افسوس، افسوس په لوئ ښار د بابل، په زورَور ښار، چې تۀ په يوه ګينټه کښې برباد شوې.“
او بيا به هيچرې په تا کښې د ستار، سندرغاړو، شپيلۍ او د بيګل آوازونه وانۀ ورېدے شى، او د يو کسب، کسبګر به هم په تا کښې ونۀ ليدے شى، او بيا به په تا کښې د ژرندې غرار وانۀ ورېدے شى.
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.
او ما يوه طاقتوره فرښته وليده چې په اوچت آواز يې اعلان کولو چې، ”څوک د دې قابل دے چې طومار پرانيزى او مهرونه يې مات کړى؟“