17 افسوس چې په يوه ګينټه کښې د دې ټوله دبدبه برباده شى.“ بيا ټول د سمندرى جهازونو کپتانان، سمندرى مسافران او ماڼکيان او هغه څوک چې په سمندرى تجارت خپله ګزاره کوى، به لرې ودريږى.
اے د ترسيس سمندرى جهازونو د خفګان نه وژاړئ. ولې چې ستاسو قلعه تباه شوې ده.
خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.
خو ناګهانه بابل هم راوغورزېدو په هغۀ ماتم وکړئ. د هغۀ زخمونو له مرهم ورکړئ. کېدے شى چې هغه شفا ومومى.
زما د خلقو سزا د سدوم د خلقو نه زياته ده، کوم چې په يو شېبه کښې تباه شُو او هيچا پرې لاس ونۀ مروړلو.
د جهاز مشر هغۀ له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه. کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى، او مونږ تباهۍ نه بچ شُو.“
خو پولوس چې څۀ ووئيل نو صوبه دار د هغې په ځائ د ماڼکى او د جهاز د مالِک رايه زياته بهتره وګڼله.
کوم لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه لس بادشاهان دى چې هغوئ لا حکومت نۀ دے شروع کړے، خو هغوئ به د يوې ګينټې دپاره د بلا سره د بادشاهۍ اختيار ومومى.
هغه لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه به سره د بلا د دې کنجرې نه نفرت کوى، هغوئ به دا بربنډه او برباده کړى او د هغې غوښه به وخورى او په اور به يې ايرې کړى.
او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“