16 او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په دې لوئ ښار چې د کتان او کاسنى جامې به يې اغوستې وې او په سرو زرو او قيمتى کاڼو او ملغلرو به يې خپل ځان سنګار کړے وى.
ما تۀ د وزرو والا مخلوق په شان مسح شوے او ساتونکے مقرر کړې او تۀ د خُدائ پاک په مقدس غر وې، او تۀ د بلېدونکو کاڼو په مينځ کښې ګرځېدلې.
سپين زر لوټ کړئ. سرۀ زر لوټ کړئ. د دې د ذخيرې څۀ حد نشته، او د دې د ټولو خزانو دولت ډېر زيات دے.
روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.
هغه ښځې کاسنى سرې جامې اغوستې وې چې د سرو زرو په کالو، جواهراتو او ملغلرو سنګار شوې وه. د هغې په لاس کښې د سرو زرو پيالۍ وه چې د پليتۍ او د هغې د حرامکارۍ د ناپاکۍ نه ډکه وه.
او کله چې د هغې د سوزېدلو لوګى ووينى نو چغې به کړى، ”د دې لوئ ښار په شان بل داسې ښار چرته دے؟“
او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“